اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي محمد نواز شریف د ان??اف په امید د احتساب عدالت ته وړاندې شو??٬ د پانامه كېس په شاه د اقامې په بنياد نوازشريف ته سزا وركړې شو??٬ ټول ټاكنې به په ټاكلې موده كښې كېږي۔ د نهې په ورځ د پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو نه مخكښې ميډيا سره په خبرو كښې ده وئيل احتساب عدالت ته وړاندې كېدو سره محمدنواز شریف د آئین او قانون لپاره د احترام عملي څرګندونه كړې او مونږ دا هيله لرو چې ان??اف به كېږي۔ طلال چوهدر د پخواني و??ير??عظم محمد نوازشریف د احتساب په عدالت كښې د پېشۍ په موقع د سړكونو بندېدل رد كړي۔ طلال چوهدري وو??يل محمد نوازشریف به پرله پسې د ګوند مشر وي او ھغه ورځ به يو ځل بيا راځي چې ھغوي به د اولس په تائيد بيا و??ير??عظم جوړېږي۔ د عمران خان لخوا د وخت نه وړاندې د ټاكنو د پوښتنې په ځواب ده وو??يل د سياسي بوراګانو ارمان به كله ترسره نه شي۔ ټول ټاكنې به په ټاكلې موده په كال 2018 كښې كېږي