اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان د ر??غتيا څانګې ته ډېر زيات اهميت وركوي٬د ر??غتيا بنيادي ډهانچې ښه والي او د اولس معياري طبي خدماتو لپاره هر ډول ګامونه پورته كولې شي۔ ده دا خبرې د رائل كالج آف فزېشنز برتانيې پلاوي سره په خبرو كښې وكړې كوم چې د جمعې په ورځ د صدر جين ډيكر په مشرۍ كښې په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په پلاوي كښې آئن بولك٬پروفيسر ??لي جواد٬ پروفيسر عامر غفور خان٬پروفيسر جاودې اكرم او سټيوكرمپ شامل وو۔ د ر??غتيا خذماتو وزارت او د ايوان صدر كاركوونكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ اولس مشر د پاكستاني ډاكټرانو او رائل كالج آف فزېشنز شراكتداري ستائېلو سره ووئېل چې د شريكو هڅو د لارې د”فيوچرهاسپېټل پاكستان”پشان پروژې به د ر??ځورانو معالجې لپاره يو غوره مثال وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ په ګډه عامې روغتيا ته رامخې ته شويو خطرو لرې كولو كښې د مرستې كردار ??دا كولې شو۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستانې ډاكټرانو سره د مرستې لا زياتولو ضرورت دے۔ اولس مشر ممنون حسېن په پاكستان كښې د ر??ځورانو معالجې په اړه په كنفرنس جوړولو كښې د آر سي پي هڅې وستائلې۔ ده ووئيل چې دا هڅه به د مېډيكل تعليم معيار ښه كولو لپاره ګټوره ثابته شي۔ اولس مشر د آر سي پي په پنځه سوه كلونو دستورو مباركي وركړه او په پاكستان كښې يې دې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔