نیویارک ۔ 22 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاهدخاقان عباسی وئيلي دي د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د ګوند صدارت په اړه د سترې محكمې پرېكړې مو قبول كړی۔ بلوم برګ خبري اژانس سره مركه كښې ده ووئيل د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د ګوند صدارت په اړه د سترې محكمې پرېكړې مو قبول كړی بيا هم ګوند خپل موقف وړاندې كولو سره وئيلي چې نواز شريف زمونږ لارښود دے او اولس به ټول ټاكنو كښې يا دې څخه هم و??اندې خپل ځواب په خپله وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د سېنېټ ټاكنې په خپل وخت كولو يا دې كښې د تاخير په اړه پرېكړه به الېكشن كمېشن كوي۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) نوي صدر په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل مع??ومه نه ده چې ګوند په دې اړه كله پرېكړه كوي