اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه وئېلي دي چې د نګران حكومت جوړولو لپاره د مشاورت عمل اوس روان دې او تر دې مهال كومه نامه وړاندې نه ده راغلې٬د څپلو ويش??لو سياست غندنه كوو٬په سېنېټ كښې چې چا سره اكثريت زيات وي٬د مخالفې ډلې مشر به هغه جوړوي٬ تحريك انصاف سره به د سياسي اتحاد پرېكړه حالاتو ته ك??لو سره كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ په خپل چېمبر كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړه۔ده ووئيل چې د مخالفې ډلې د مشر په معامله هېڅ جنګ نشته او نه مونږ جنګ كول غواړو۔مونږ سره خپل 21 غړي دي د دې نه علاوه اتحاديانو سره په ګډه مونږ ته اكثريت ترلاسه دې۔پاكست??ن تحريك انصاف سره د اتحاد په ??ړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د سېنېټ ټاكنو نه وروستو سياست كوم پلو روان دې٬مونږ به حالاتو ته ك??لو سره پرېكړه كوو۔سيد خورشيد شاه ووئيل چې پاكستان پيپلز ګو??د د څپلو ويش??لو د سياست غندنه كوي٬زمونږ ټولنه د دې رجحان اجازه نه وركوي٬دا زمونږ د اقدار او رواياتو په ضد دي۔كوم خلك چې په سياسي توګه مېد??ن ته نه راځي هغه دغسې كاروائي كوي۔د دې څيزونو څخه مونږ نه وېرېږو۔د نګران حكومت په ??ړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په دې ??ړه د خبرو اترو عمل روان دې٬حكومت هم پھ دې معامله مشاورت كوي او تراوسه هغوي هم كومه نامه نه ده وركړې۔مونږ هم د خپلو اتحاديانو سره په مشاورتي عمل كښې بوخت يو۔په لاهور كښې يوه ورځ وړاندې د شوې بمي چاودنې غندنه كولو سره سيد خورشيد شاه ووئيل چې د پرون چاودنه د فكر خبره ده٬يو پلو د ترهه ګرۍ د ملا ماتېدو خبره كوي او بل خوا داسې چاودنې كېږي