اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)د آل فاټا لويه جرګه(چلوختائي)عهديدرا??و وئېلي دي چې د فاټا اولس د تېرو 15 كلونو څخه قربانۍ وركوي٬د روغتيا٬تعليم او امنيت په اړه دې فاټا اولس ته آئيني او قانوني حقوق وركړې شي۔د ګل په ورځ په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو پھ مهال د آل فاټا لويه جرګه(چلوختائي)عهديدرا??و ووئيل چې په فاټا كښې امن د دې منطقې پشمول ټولې نړۍ لپاره يو چېلنج دې۔د جرګې په مشرانو كښې جاوېد شوبي خيل محسود وزيرستا??٬ا??ركزئي حبيب نور٬آفريدي وارث خان٬وزيرستان دوست محمد آف ٬عطاﺀ الله پشمول نورو 40 كسيزه د كمېټۍ غړو ګډون كولو۔ مقرينو??و ووئيل چې د فاټا اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې دي٬د جنګ په مهال چې كوم كورونه رالوېدلي٬حكومت دې د قامي شناختي كارډ په بنياد سروے كولو سره نوې ودانۍ جوړې كړي۔دوي ووئيل چې په فاټا كښې دې انډسټريل زون ولګولې شي دغسې چې په فاټا كښې د موجوده قدرتي وسائلو څخه استفاده وكړې شي۔د قدرتي وسائلو په مد كښې دې ترلاسه شوي پیسې د فاټا د اولس په خېرښېګړه ولګولې شي۔ دوئي ووئيل اولس امن خوښي٬هېواد سره مينه لرونكي او د دې لپاره ځ??ن قربانونكي دي۔نقيب الله د ټول قام زوې دې۔ د آل فاټا لويې جرګه(چلوختائي)مشرانو د راؤ انوار د نيولو هم غوښتنه وكړه