اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ??شرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د نهې پھ ورځ په ??زيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د كور??يو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬د دفاع او خارجه چارو وزير خرم دستګير خان٬د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬چيف آف نيول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي٬چيف آف ايئر سټاف٬ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان٬د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال نويد مختار٬د قامي سلامتيا صلاحكار٬لېفټييننټ جنرال ناصر خان جنجوعه او نور سينئر٬سول او پوځي چ??رو??كو ګډون وكړو۔د قامي سلامتيا كمېټۍ په ?? بې ګناه كشميريانو د هندي ظلمونو او داسرائيل د اړخه په ??لسطينيانو د روان جارحيت غندنه وكړه او د دې عزم څرګندونه وشوه چې پاكستان به د كشميريانو د خپلواكۍ حق له عملي شكل وركولو لپاره خپل كردار روان ساتي۔كمېټۍ د اسرائيلي رياست د اړخه فلسطينيانو د جارحيت غندنه هم وكړه او د مسئلې سپيځلې حل له يې د فلسطيني اولس حمايت له د عزم پخلې وكړو۔د فاټا او ګلګت بلتستان په حقله د حكومت د اړخه پ معارفي كړې شوې اصلاحاتو د اطمينان څرګندونې سره كمېټۍ ووئيل چې فاټا قامي چوكاټ كښې شاملول او فاټا خېبرپښتونخوا كښې ضم كول دغسې د ګلګت بلتستان اولس له د حكومت د ګلګت بلتستان آرډر 2018 ترمخه د حقونو وركولو سره د سيمې اولس د هيلو ترمخه د هغوي پخوانۍ هيلې پوره شوي۔د كور??يو چارو وزارت كمېټۍ ته پاكستان د ك??رو??ار او سېلګرۍ هېواد جوړولو په اره د نوې ويزې پالېسۍ بنيادي خصوصياتو په اړه بريفنګ وركرو۔د كور??يو چارو وزارت هڅې ستائېلو سره كمېټۍ سپارښتنه وكړه چې دا خبره دې هم باوري كړی شي چې ټو?? مرستياله سسټمز ډېټا بيسز او ويريفيكېشن نېټ وركس په بشپړه توګه آپرېشنل دي۔كمېټۍ ووئيل چې جغرافيائي او سياسي صورتحال تندۍ سره بندېږي بايد په داسې وخت كښې امن او سلامتيا لپاره سفارتي او سياسي هڅې وكړې شي۔دې مقصد لپاره كمېټۍ په ??تحرك او فعاله سفارتكارۍ په حاجت زور راوړو