اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د فېډرېشن آف پاکستا ن چیمبرز آف کامرس اېنډ انډسټر ي (اېف پي سي سي آئي صدر غضنفر بلور وئيلي دي چې د عمران خان د وزيراعظم په توګه وړومبې وېنا د خلقو زړونه ګټلي دي٬ په كاروباري ټولنه ك??ې د معاشي بحالې اميد پېدا شوې چې ورسره به سرمايه كاري او د ټېكس محصولات زيات شي۔ د نهې په ورځ په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې عمران خان دې په وفاقي كچه د حكومت سازې د عمل نه پس د خپل ټيم په مرسته د هېواد ??ارجي او داخلي مسئلې په كم وخت كښې حل كړي چې دغسې اولس د سكون ساه واخلي۔ د چېمبرز په شريك بيان كښې وئيلي شوي دي چې هېواد ?? نازك پړاؤ نه تېرېږي٬ اپوزيشن دې سخته رويه خپله نه ك??ي او د قانون په چوكاټ كښې دننه دې احتجاج وكړي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د وزيراعظم عمران خان په كابينه ك??ې تر ټولو مهمه چوكې اسد عمر سره ده چې د هېواد ?? معاش سباؤن ورسره تړاو لري۔ دوي ووئيل چې د ټېكس نظام دې دوستانه كړې ??ي او د تجارانو د څلور سوه اربه روپې ريفنډ دې په سمدستي توګه ادا كړې ??ي۔