اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) ??ار??ه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان او هند اړيكې د تعطل ښكار وې او دې ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مسئلو هواري لپاره مذاكرات يوازنۍ لاره ده ٬ وزیراعظم واضحه كړې چې هند يو قدم راوړندې كېږي نو دوه قدمه به اخلو ٬ چړچقې په يو لاس نه شي وهلې كېدلې ٬ كشمير بنيادي كشاله ده او وي به ٬ په نريواله توګه د پاكستان ښه ترجماني كوٶ٬ د پاكستان ټولې ادارې يو موټے دي ٬ افغانستان كښې امن او استحکام د پاکستان او منطقې په ګټه دې٬ پاکستان به د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره ټولې ممكنه هڅې كوٶ٬ مونږ دا نه غواړو چې پاکستان په بلیك لسټ كښې شامل كړې شي٬ د وزیراعظم ??مران خان او د امریکې د ??ار??ه وزير مائیك پومپیو تر مېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله د امريكې د ??ار??ه دفتر بيان د حقيقت نه لرې دے٬ ??ار??ه پاليسي به په فرنټ او د پاكستان رويه به د معذرت نه وي٬ مونږ به د خپلو مفاداتو تحفظ كوٶ٬ سيمه ايز ا??ن د پاكستان د ??ار??ه پاليسۍ په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ د جمعې په ورځ ??ار??ه دفتر كښې د د وزیر اع??م عمران خان د هېواد د پاليسۍ پحقله د بريفنګ اخستو نه پس خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ??ار??ه وزير ووئيل وزیراعظم ??ا خواهش لري چې د هېواد د ??ار??ه پاليسۍ پحقله عمومي جاج وړاندې كړې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پرمختګ لپاره امن او استحكام ډېر ضروري دے٬ ۔ ده ووئيل پاکستان ایران سوله ايز ا?? مسحتكم پوله غواړي۔ ده ووئيل د ايران ??ار??ه وزير هم پاكستان ته راتلل غواړي او ھغه به د 30 نه تر 31 اګست پاكستان ته راځي او مونږ به ئې تود هركلے كوو