اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (??ے پی پی) قامی اسم??لۍ كښې پارلماني لارښودو وړاندېز وركړې چې د ستمبر په 13 مه نېټھ دې د اولس مشر خطاب لپاره د پارلمان شريكه غونډه راوبللې شي۔ د ستمبر 14 مې نېټې څخه ?? قامي اسم??لۍ د اولنۍ باقاعده غونډې رابللو پرېكړه شوې ۔ سپيكر اسد قېصر د مخالفې ډلې ګوندونو ته ووئيل هغوي د هاؤس بزنس اېډوئزاری کمېټۍ له د خپلو غړو نامې زر تر زره راولېږې۔ د ګل په ورځ د قامي اسم??لۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پارلماني لارښودو غونډه پارلېمنټ هاؤس ??ښې دسپيكر په چېمبر كښې وشوه۔ د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ٬ د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ، د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ، د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شیریں مهر النساہ مزاری ، د قامي اسم??لۍ دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوری، ملک عامر ډوګر، د مسلم لیګ (ن) لخوا سردار ایاز صادق، رانا تنویر ??سین، د پیپلز ګوند سیّد غلام مصطفی شاہ، سیّد نوید قمر او د اېم اېم اے مولانا اسد محمود او د پارلماني چارو وزارت سېكتر ګډون وكړو۔ غونډه كښې د قائمه كمېټيو په جوړولو ٬ د پارلمان په شريكه غونډه او د قامي اسم??لۍ د غونډې د شېډول په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال سپيكر خپلو خبرو كښی ووئيل قائمه كمېټۍ به زر تر زره جوړې شي او دې لپاره به قامي اسم??لۍ كښې موجودو ټولو ګوندونو سره مشاورت كولې شي۔ د پارلمان تقدس زياتولو او هېواد كښې د جمهوريت ودې له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ غونډه كښې د كمېټيو جوړولو په لړ كښې د پخواني روايت په ځائې ساتلو وړاندېز سره اتفاق وكړې شو۔ سپیکر مخالفې ډلې ته خواست وكړو چې د هاؤس بزنس اېډوائزری کمېټۍ غړو نامې زر تر زره راولېږي۔ غونډه كښې وړاندېز وركړې شو چې په 13 ستمبر 2018ﺀ دې د پارلمان شريكه غونډه راوبللې شي كومې ته به چې د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر خطاب كوي۔ دغسې د روانې مياشتې په 14 مه نېټھ د قامي اسم??لۍ غونډې په رابللو صلا راغلې ده ۔