اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د پارلمان د دواړو ايوانونو شريكه غونډه د ګل په ورځ ماښام 4 بجې كېږي۔ دې غونډې ته به اولس مشر ډاكټر عارف علوي خطاب كوي۔ د غونډې مشري ب?? د ??ومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د صدارتي خطاب په مهال ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل و??كړې دې۔ په دې مهال به د خصوصي بلنې نه لرونكو ته د پارلمان حدونو ته د ننوتو اجازه وركولې نه شي۔ د پارلمان داخلي لارې او چاپېرچل كښې به امنيت ټينګولې شي۔ غونډې څخه وړاندې ب?? د ??ولو پارلماني ګوندونو غونډې كېږي په كومو كښې به چې د صدارتي خطاب په مهال پارلماني ګوندونه خپلې حكمت عملۍ ته حتمي شكل و??كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جولائي 25 مې نېټې ټول ټاكنو په نتيجه كښې جوړې شوې قومي اسمبلۍ ته به د اولس مشر دا اولنې خطاب وي۔ دې نه وروستو ب?? د ??ومي اسمبلۍ پارلماني كال په با??اع??ه توګه پېل شي۔ د اولس مشر د پارلمان دواړو ايوانونو ته د هر پارلماني كال په پېل خطاب كول يوه آئيني غوښتنه ده په دې كښې اولس مشر خپل خطاب كښې سېنېټ او قومي اسمبلۍ ته ګائيډ لائن وركوي۔ دا غونډه د جمعې په ورځ د ستمبر په 14 مه نېټھ رابللې شوې وه ولې د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د كورودانې كلثوم نواز وفات په سبب د وزيراعظم عمران خان په هدايت ددې غونډې شېډول بدل كړې شو