اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د هنګري د ځنګلونو پوهانو يو پلاوي د موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم صلاحكار ملك امين اسلم سره د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې په كمرشل فارسټري كښې د نوي مهارت په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر خضر حيات خان اود ځنګلونو آئ?? جي سيد محمود سيد ناصر په شمول د وزارت مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ پلاوي د حكومت د ماحوليات دوسته منصوبو ستائنه كو??و سره د 10 اربه اونو نالولو په منصوبه كښې په عملي توګ?? ګډون كولو له د خپلې كمپنۍ او پوهانو خذمات وړاندې كړل۔ ملك امین اسلم خان د پلاوي مننه كو??و سره دا خبره په ډاګه كړه چې د 10 اربه اونو لګولو منصوبه د مزكې حالت او نورو عواملو ته پام كو??و سره د ذكر وړ پلاننګ سره ترسره كولې شي دغسې چې د دې منصوبې غوره نتيجې رامخې ته شي۔ ده د فارسټ آئ?? جي ته هدايت وكړو چې پلاوي سره په تكنيكي اړه ميټنګ كو??و سره د ټولو فني اړخونو جاج واخلي دغسې چې سباؤن كښی د مرستې لائحه وضعه كړې شي