سكهر 16 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان رېلوے په سندھ كښې دننه د دوه نوو مسافر رېل ګاډو روهي ايكسپرېس او د موهنجوداړو ايكسپرېس پرانسته كړی ده ۔د رېلوے وفا??ي وزير شېخ رشيد احمد د سكهر په سټېشن د پاكستان رېلوے لخوا د دې رېل ګاډو پرانسته وكړه۔د پرانستې ن?? پس خبريالانو سره په خبرو كښې وفا??ي وزير ووئيل په 100 ورځو كښې به په سندھ كښې درې ن??ر رېل ګاډي چلولې شي٬ د دسمبر تر 30مه نېټې به په ټول هېواد كښې د رېل ګاډو جال خپور كړی شي او فريټ رېل ګاډي به هم پېل كړې شي۔ده ووئيل روانه مياشت به د رېلوے په اړه د وزيراعظم په مشرۍ كښې مهمه غونډه ??ېږ??۔ده ووئيل د رېلوے كومه پالېسي نه ده بدله كړې شوې۔٬پوره هڅه كوم چې په رېلوے كښې لس زره نوې بهرتۍ وكړې شي۔ ده ووئېل د 2031 بهرتۍ اجازه ترلاسه شوې۔رېلوے سره 1 لك 96 زره ايكړه زمكه ده خو كومه كچه آبادي به نه ختموو خو د كراچۍ د آئي آئي چندريګر روډ پشمول په ټول هېواد كښې د رېلوے د مهمو قي??تي پلاټونو څخه د قبضې ختمولو هدايات جاري كړی شوي۔وفا??ي وزير شېخ رشيد ووئيل د وزيراعظم لخوا د چين دوره مهمه ده٬كه زه په دې دوره لاړم نو چين سره به رېلوے لپاره په اېل اېم ون او اېل اېم ټو خبره كوم۔وفاقې وزير ووئيل د پاكستان او چين دوستي د هماليه نه قوي ده او دا د رېلوے د لارې لا قوي كېدې شي۔ده ووئيل چې كوم 51 لوكو موټو اخستلې شوي وو هغه په دوه چنده بيعه اخستې شوي٬هند په دې ورځ يو لوكو موټو په 20 كروړه اخستې او مونږ هم هغه لوكو موټو په 41 كروړه اخستې۔ده په دې موقع د سكهر څخه د يو نوي تندرفتاره رېل ګاډي