اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان د افغانستان په 99مه آزادۍ ورځې په موقع د افغانستان حكومت او اولس له مباركي ور??ړې ده ٬ وزيرا??ظم د آزادۍ پھ دې موقع د پاكستان اولس لخوا د افغان وروڼو او خوئېندو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم كړې۔د افغانستان اولس مشر په نامه خپل خط كښې وزيرا??ظم وئېلي دي مونږ دعا كوو چې د اشرف غني پھ قيادت كښې او د افغانانو پخپله مشرۍ كښې د افغان امن عمل د لارې د امن او خوشحالۍ دا ورځ په افغانستان كښې د امن او استحكام د نوې دور پېل وګرځي۔وزيرا??ظم ووئيل په افغانستان كښې د څو لسيزو راهسې د تشدد او عدم استحكام په وجه سيمه ځپلې شوې۔پاكستان د تشدد او عدم استحكام ختمولو په ټولو هڅو كښې د افغانستان سر?? په استقامت ولاړ دے۔وزيرا??ظم په خپل خط كښې وئېلي دي د امن او استحكام ودې او د دواړو هېوادونو د اولس اقتصادي پرمختګ او څوكالۍ لپاره د ښه چاپېرچل جوړولو په لړ كښې مونږ د افغان حكومت سر?? د اعلٰی كچ رابطو خ??ښي لرو