اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې سباؤن د زلمو دې٬ دوي دې د هېواد واك سنبهالولو له ځان چمتو كړي٬ د پاكستان سباؤن جمهوريت سره تړلې دې لپاره ضروري ده چې مونږ جمهوري رويو ته وده وركړو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ايوان صدر كښې د پاكستان مؤسس قائداعظم محمد علي جناح علمي درس ګاه سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون زده كونكو سره پھ خبرو كښې وكړه كومو چې د پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر محمد علي شېخ په مشرۍ كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔اولس مشر ووئيل د قامي پر??ختګ ترلاسه كول په دې صورت كښې ممكن دي چې مونږ اخلاص سره هره ګھړۍ د علم ترلاسه كولو او د څېړنې هڅې وكړو۔ ده ووئيل په نوې دنيا ٬ نوې سماجي سياسي او معاشي رجحاناتو له به زياته مطالعه كول وي او د دې ډول هلو ځلو څخه چې كوم علم ترلاسه شي هغه دې د خپل عملي ژوند برخه جوړه كړې شي۔ اولس مشر زده كونكو ته ووئيل چې تعليم سره سره دې كردار سازولو ته هم پام وكړې شي۔ ده په انجونو زور راوړو چې دوي د علم په كالو خپل ځان ښائسته كړي او په دې لړ كښې چې كومه هم څانګه اختيارول غواړي اختيار دې كړي ولې د خپلو اقدارو او ??وا??اتو دې تل خيال وساتي۔اولس مشر ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په صورت كښې نوې امكانات رامخې ته كېږي٬ دې څخه بشپړه ګټه پورته كولو له دې زده كونكي ځان چمتو كړي۔ده ووئيل د سي پېك تر سيوري لاندې د توان يو شمېر منصوبې بشپړ شوي او په پاتو تندۍ سره كار ??وا?? دې۔ده ووئيل د دې منصوبې اهميت په نظر كښې نيولو سره ډېرو هېوادونو پھ دې كښې د برخه اخستو له د خپلې خوښۍ څرګندونه كړې۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان سباؤن جمهوريت سره تړلې ځكه ضروري ده چې مونږ خپله ټولنه كښې جمهوري رويو ته وده وركړو۔اولس مشر د طالبعلمانو په صلاحيتونو كښې زياتوالي له د سندھ مدرست الاسلام پوهنتون نېشنل ليډر شپ پر??ګرام ستائنه وكړه او د دې د لا فعاله كولو يې هدايت وكړو۔ده هيله ولرله چې د دې پر??ګرام تر سيوري لاندې به طالبعلمانو ته د هېواد دننه او بهر نورو تعليمي او سركاري ادارو دورې كولو موقع وركړې شي او دې سره به دوي ډېر څه زده كړي۔پھ دې مهال وائس چانسلر ډاكټر محمد علي شېخ اولس مشر د خپلې ادارې كاركردګۍ ??ه اړه خبر كړو