ډېووس 24 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د بل و ملنډا ګېټس ??اؤنډېشن کو چیئرمېن بل ګېټس د نړيوال اقتصادي فورم په موقع ډېووس كښ?? ملاقات كړې۔ د قامي روغتيا وفاقي وزيره سائره افضل تارډ ٬ د اطلاعات او ??پر??نو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقي او نور سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم د بل و ملنډا ګټټس ??اؤنډېشن لخوا پاکستان كښ?? په خاص توګه د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د معاونت ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د روغتيا٬ زده كړې او په نورو سماجي څانګو كښ?? د شراكت دارۍ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې موقع د مالياتي ډېجيټل شموليت د لارې د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروباريانو او كروندګرو واكمنه جوړولو باندې هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ د سماجي څانګې اصلاحاتو ته پام لرنه كوو ٬ د صحت او تعليم په اړه زمونږ د حكومت لخوا د پورته كړو اوسنيو اقداماتو له امله به په خاص توګه بې وزله او د لرې پرتو سيمو طبقو ته په يقيني توګه ګټه ورسي۔ تېر كال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د شوي ملاقات حواله وركولو سره وزیراعظم د 70 لکه نه زيات اكاٶنټس او سند لرونكو چې پكښې زياتره مېرمنې شاملې دي كهاتې او د ډائرېكټورېټ آف نېشنل سېونګز او د كار انداز په شراكت سره د ډېجيټلائز كولو په لړ كښ?? د پېشرفت ستائنه وكړه٬ کار انداز پاکستان كښ?? كوچنو كاروباريانو او كسانو لپاره مالياتي ګډون ته د ودې وركولو په لړ كښ?? كار كوي۔ په دې موقع بل ګېټس د تېرو څلورو كالو په مهال د پوليو مخنيوي په لړ كښ?? د پېشرفت ستائنه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې ټول همكاران دې د هېواد په پاتې سيمو كښ?? هم د پوليو مخنيوي او بشپړه خاتمې منزل ترلاسه كولو لپاره كار وكړي۔ ده پاكستان څخه د پوليو خاتمې په لړ كښ?? د حكومت په پرله پسې عزم د وزيراعظم ستائنه وكړه۔