اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي زمونږ ګوند په سېنېټ كښې واحد اكثريتي ګوند دے او د سېنېټ چيئرمېن لپاره خپل كانديد وركول زمونږ حق دے٬د مي?? رضا رباني نامه مو دې لپاره وركړې چې د هارس ټرېډنګ څخه بچ شي٬په نېب ريفرنس كښې د رابرټ ريډ لے لويه چرچا كېدله چې هغه به راشي٬ګواهي به وركړي او پته به ونه ??ګي چې د هغه ګواهي الټا زمونږ په حق كښې راغلې٬د دروغو دا يو لويې مثال دے٬زما په خيال كښې دا بيخې بوګس كيس دے٬ داسې خلق انصاف سره مخ كول پكار دي د څوك چې د غلط كارونو په سوب پارلمان څخه نااهله شوې ٬د وزيراعظم په ضد د ريفرنس جوړېدو نن شپږ مي??شتې وشوې او تر نن دا پته ونه ??ګېده چې په نواز شريف كوم تور شته يا نه او نه د كوم كرپشن پته ولګېدله۔نواز شريف ووئيل په دې 6 مي??شتو كښې خو څه رامخې ته كېدل پكار وو٬كه د كرپشن كيس وو نو په وړومبو دوو مي??شتو كښې به ثابتېدل۔6 مي??شتو ته د رسېدو ضرورت نه ?? خو اوس پكښې دوه مي??شتې پراختيا شوې۔ده ووئيل دا هر څه روان دي دا هر څه د لويې منصوبې له مخې كېږي٬زما په فكر دا بالكل بوګس كيس دې۔۔د سېنېټ چيئرمېن ټاكنې پھ اړه ده ووئيل موڼږ خپلو اتحاديانو سره پرون تفصيلي مشوره كړې او هغوي هم خوښي څرګنده كړې چې كه چيئرمېن لپاره د مي?? رضا رباني نوم راځي نو مونږ به يې ملاتړ كوو۔زما او د نورو اتحاديانو هم دا خواهش دے چې مونږ د چيئرمېن په چوكۍ داسې كس ليدل غواړو كوم چې د پاكستان نظام ٬آئين او قانون له عزم لري بايد د هغه سوچ غېر جمهوري نه ??ي۔۔ده ووئېل كه پيپلز ګوند هغه ته د چيئرمېن چوكۍ نه ??ركوي نو بيا به مونږ په خپل ګوند كښې دننه ??انديد ولټوو كوم چې په دې معيار پوره خيژي۔ده ووئيل مونږ په سېنېټ كښې ښه شمېره لرو چې كله د هغه نه دا پوښتنه ??كړی شوه چې مولانا فضل الرحمان آصف علي زرداري سره ښه دوستي لري نو نواز شريف ووئيل مولانا زمونږ هم دوست دے۔