اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د جمهوريت استحكام لپاره د ټولو سياسي همكاران?? او د قامي ادارو ترمينځه مشاورت او د نظ??م ساتنې له آئيني ضمانتونه ضروري دي۔ په دې لړ كښې به ايوان صدر ټولې ضروري اسانۍ په خوشحالۍ وركوي۔ ټول ګوندونه دې خپل منځ كښې اختلافات يو خوا او د جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن د جمعې په ورځ د نيمو موده ترسر?? كوؤنكو سناتورانو ته د د مخه ښې خطاب كولو۔ په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن میاں رضا ربانی، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردارایازصادق،دسېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری، سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل پارلمان د مملكت كار چلولو ٬ د حكومت رخ سمول?? او په كاركردګۍ د نظر ساتلو تر ټولو لويه اداره د?? كومې ته چې د رياست ټولې ادارې ځواب وركوؤنكي دي۔ په اوسنو ورځو كښې د دې يو څو غوره نمونې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې به هم د دې مثبت اثرات رامخې ته شي۔ ده ووئيل د دې عمل زيات فعاله او ګټور جوړولو له به مناسب وي چې د سياسي نظام نور همكارو ادار?? او اړوندو قامي ادارو سره د مشاورت اهتمام وكړې شي۔ ده ووئيل سېنېټ دې دې ته په يوه خله آئینی تحفظ وركړي دغسې چې جمهوري نظام د آئين د منشاﺀ او د اولس د هيلو ترمخه مخ په وړاندې روان كړې شي۔ ده هيله ولرله چې د قام په لويه ګټه كښې دا كار به په بېړني بنيادونو كولې شي دغسې چې تاريخ ئې په ښو ټكو ياد وساتي۔ اولس مشر ووئيل اولس د سېنېټ اوسنيو ټاكنو سره سترې هيلې تړلې دي۔ ولې ځينې سياسي لارښودو په دې عمل چې د كوم ډول تورونه لګولې هغه د اندېښنې وړ دي۔ ده مشوره وركړه چې چارې د متنازعه جوړولو په ځائې دې غور وكړې شي او كه ضرورت محسوس شو نو په ټاكنو نظام كښې دې مناسب بدلون وكړې شي۔ ده ووئيل د تېرې څه مودې څخه چې هېواد كښې څه شوي د دې يو سوب د سياسي او جمهوري مزاج څ??ه نابلده پاتې كېدل هم كېدې شي او ځينې نور مقاصد ئې هم ۔ ده ووئيل په داسې صورتحال قابو موندل د ټول قام اجتماعي ذمه واري ده۔ ولې اولنۍ ذمه واري د سياستمدار?? او پارلماني غړو ده۔ ده په ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې خپل منځه اختلافات يو خوات?? كولو سره د جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي دغسې چې سياسي عمل مضبوط شي۔ اولس مشر په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن مياں رضا رباني د جمهوريت بقاﺀ له د خذماتو ستائنه وكړه او هيله ئې ولرله چې د سېنېټ چيئرمېن او غړي به د مودې ترسره كېدو څخه وروستو هم هېواد لپاره خپل خذمات جاري ساتي۔ ده هيله ولرله چې زمونږ اولس په مسئلو د پوهېد?? او د مقابلې كولو حوصله لري او د پاكستان سباؤن ډېر ځلنده دے