شكاګو 24 مارچ (اے پی پی) شګاكو كښې د پاكستان ورځ په موقع د هركلي په دستوره كښې د امريكا نوموړي سياستمدارو او سفارتكار?? ګډون كړې۔د تفصيلاتو له مخې ق??نص?? جنرل فيصل نياز ترمذي د پاكستان ورځې پھ موقع د پاكستان په ق??نص?? خانه شكاګو كښې د هركلي دستوره راجوړه كړه كومه كښې چې خاص مېلما د امريكې ايلي نوئيس وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ده د امريكې سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستان كميونټي كردار وستائېلو۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د م??ګر??يا د اړيكو په مضبوطۍ كښې د پاكستان ق??نص?? خانې شكاګو كردار او هڅو هم تعريف وكړو۔د پاكستان ورځې په موقع د راجوړې كړی شوې هركلي دستوره كښې د امريكې نوموړو سيمه ايز سياستمدارو او سفارت كارو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دستوره كښې د امريكې كانګرېس غړي آندر كارسن٬پټيرروسكم او ډيني ډيوس هم موجود وو۔پھ دې موقع خپل مختصر خطاب كښې د پاكستان ق??نص?? جنرل حاضرينو ته د پاكستان اقتصادي پرمختګ او ترهه ګرۍ خاتمې په اړه ووئيل۔په دستوره كښې په شكاګو كښې مېشته سندرغاړو پاكستانۍ ملي نغمه وړاندې كړه۔