اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې سلاكار مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې پاكستان به كله هم خپله خاوره مني لانډرنګ او د ترهګرو مالي مرستې لپاره استعمالولو ته و??نه كړي٬ د پاكستانې روپې په قدر كښې به نور كمې نه شي كولې۔ ده دا خبرې د بلوم برګ ټي وي سره په مركه كښې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ??واب كښې ده ووئيل چې پاكستان د مني لانډرنګ په ضد اقدامات كوي خو حكومت به په دې لړ كښې لا موثر اقدامات كوي۔ ده ووئيل چې مونږ خپلې نړيوالې ذمه وارې پوره كولو لپاره پوخ عزم لرو۔ ده ووئيل چې پاكستان به كله هم خپله خاوره مني لانډرنګ او د ترهګرو مالي مرستې لپاره استعمالولو ته و??نه كړي۔ د يوې پوښتنې په ??واب كښې ده ووئيل چې د فنانشل اېكشن ??اسك فورس او د انټرنېشنل كوآپرېشن ريويو ګروپ لخوا د پاكستان په اړه وړاندې كړې شوې اندېښنې سمې نه دي۔ ده ووئيل چې مونږ به نړۍ سره په ??ډه كار كوو او په ??رے لسټ كښې د خپل ګډون مخ نيوي لپاره به په اصلاحاتو په مكمل توګه عمل كولې شي۔ ډاكټر مفتاح اسماعيل د نړيوال بانك او د نړيوال مالياتي فنډ په غونډه كښې ګډون كولو لپاره په واشنګټن كښې دے۔ په دې موقع په خپله مركه كښې ده ووئيل چې د پاكستان معيشت په سم پلو روان شوے۔ ده ووئيل چې معاشي اشارئې مثبتې دي۔ ده ووئيل چې سږ كال د مارچ په مياشت كښې د پاكستان په برآمداتو كښې 24 فيصد اضافه شوې۔ ده ووئيل چې حكومت د روپې قدر د نور كمولو اراده نه لري۔ ده ووئيل چې مونږ د اقتصادي پرمختګ شرح 6.2 فيصد ته د رسولو پوخ عزم لرو۔