اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان پرتګال او آئرلېنډ د اروپا مهم هېوادونه دي او پاكستان دواړو هېوادو??و سره مرسته زياتولو كښې خوښي لري ٬ سفيران دې په دې لړ كښې په تندۍ سره كار وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې دواړو هېوادونو لپاره نومولې شوو سفيرانو شاه محمد جمال او شجاح عالم سره وكړې چا چې اولس مشر سره د جمعې په ورځ ملاقات كول??۔ په دې موقع نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان دواړو هېوادو??و سره تجارت د صلاحيت او ګنجائش برابر نه دې او د كوم زياتولو لپاره پرله پسې كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل دواړو هېوادو??و سره سياسي او د تجارتي اړيكو نه علاوه كلتوري او په تعليمي څانګو كښې هم اضافې ته اړتيا ده ۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي دغه هېوادونو كښې مېشته پاكستانيا??و سره نزدې رابطه وساتي ا?? د ??غوي مسئلو په هواري بې غوري ونه كړي۔ اولس مشر نومولې شوو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د دواو هېوادو??و سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره راغب كړي۔