اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي باور وركړې چې د امريكائي اولس مشر سو??يلي آسيا پحقله په نوې پاليسۍ سېنېټ كښې كېدونكې بحث په پي ټي وي نېغ په نېغه د نه ښودلو به جاج اخستې شي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سېنېټ كښې د بحث په مهال پي ټي وي ته امر وكړو چې د دواړو ا??وانونو د كاروائيو لائيو كورېج وكړئ ٬ د ??ې خبرې به جاج اخلو چې پ?? دې سپارښتنه عملدرآمد ولې ونه كړې شو۔ د غونډې پ?? مهال د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړې ٶ چې بايد د غونډې موده زياته كړې شي دا ځكه جې د سېنېټ خارجه كمېټي په دې معامله سفارشات جوړوي ۔ د دې پ?? ځواب وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په دې معامله د پارلمان په ګډه غونډه هم رابللې كېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل د امريكائي اولس مشر لخوا سو??يلي اسيا او ا??غانستان لپاره د نوې پاليسۍ اعلان مهمه معامله ده ۔ ده ووئيل په دې مهمه معامله د كابينې غونډه او د نېشېل سيكورټي كمېټۍ غونډه كښې هم څلور ساعته خبرې شوې ۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وزيراعظم خبر كړو چې پ?? ټي وي په سېنېټ كښې د شوو خبرو اترو لائنو كورېج نه دې ښودلې