اسلام آباد ۔ 5 ستمبر (اے پی پی) داخله وزير احسن اقبال د نهې په ورځ د پ??جګ??ر په پېښه كښی ?? شهيد شوي لېفټېننټ كرنل عامر وحيد د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ كور كمانډر لېفټېننټ جنرال صادق ٬ مشرانو پوځي چارواكو او ځوانانو د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل زمونږ د شهيدانو وينا به بې ځايه نه ځي بلكې دا به د ګران هېواد امن او سلامتيا سوب وي۔ ده ووئيل دښمن د بزدلۍ كاروائي كولو سره د ترهګرۍ ختمولو له زمونږ عزم كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل د پاک۔ چین اقتصادی راهداری منصوبې مېوې به ختمولې نه شې۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د ترهګرۍ كاروائۍ د پولې پورې غاړه څخه كېږي۔ ده ووئيل د هېود د??اع لپاره به ټول ګامونه پورته ??ولې شي۔ داخله وزير اېف سي لپاره په سمدستي توګه د بلټ پروف ګاډو ترلاسه كولو هم هدايت وكړو