اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی)پاكستان او ايران د ورورولۍ اړيكو ته وده وركولو او دوه اړخيزه مرسته مضب??طو??و له د عزم څرګندونه كړی ده او په دې سلا شوي چې د افغانستان ستونزه هېڅ عسكري حل نه لري او افغانستان كښې د امن لپاره سياسي خبرې اترې او رو??ه جوړه ضروري ده۔خارجه وزير محمد آصف د تهران يوې ورځنۍ دوره كښې د ګل پھ ورځ د ايران اولس مشر ډاكټر حسن رو??اني سره ملاقات كړے۔ملاقات كښې په شريك تاريخ٬كلتور او اولسي كچه اډانه د ورورولۍ اړيكو ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه او دوه اړخيزه مرسته لا مضب??طو??و ته سلا شول ۔تهران كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه خارجه وزير خپل ايراني هم څنګ ډاكټر جواد ظ??يف سره د دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره د هڅو پشمول په سيمه ايزه وضعه خبرې وكړی۔د ايران خارجه وزير ډاكټر جواد ظ??يف د تجارت سرمايه كارۍ٬مواصلاتي رابطې او د بارډر منيجمنټ پشمول په بېلو څانكو ګښې پاكستان سره د اړيكو لا زياتولو لپاره د ايران د عزم پخلې وكړو۔دواړو خارجه وزيرانو په مقبوضه كشمير ګښې د هند لخوا د بشري حقونو په خلاف ورزيو اندېښنه څرګنده كړه ۔دواړو په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې استحكام چې د كومو سيمه ايزو هېوادونو په ګټه دے هغوي بايد د امن هڅو له زيات فع??له كردار ترسره كړي۔دواړو وزيرانو د روهنګيا مسلمانانو په ضد په رو??نو ظلمونو اندېښنه څرګندولو سره د هغوي مصيبتونو لرې كولو له د بشري خواخوږۍ په هڅو هم زور راوړو۔