اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم ??اهد خاقان عباسي وئيلي دي ذهين ځوانان د پاكستان سباٶن دے٬ دوي د سوكاله او پرمختللي هېواد د اعلٰې منزل لپا??ه مرستياله دي ۔ د وزیراعظم ??اهد خاقان عباسي دا خبرې د بېلا بېلو سكولونو سره د تعلق لرونكو د سر سر زده كوٶنكو ډلې سره خپلو خبرو كښې وكړه٬ دې زلمو په وزيراعظم ها??س كښې ورځ تېره كړه او د وزيراعظم ?? دفتر د بېلا بېلو برخو څارنه ئې هم وكړه ۔ په دې موقع د وزيراعظم ??اص مرستيال ??لي آئي صديقي د وزيراعظم ??فتر او د حكومت د انتظامي څانګې د چارو په اړه زده كوٶنكي خبره كړل ۔ په دې موقع زده كوٶنكو د بېلا بېلو وزارتونو او د څانګو د چارو ٬ د ھغوي د كردار او يو بل سره د رابطې په اړه تپوستونه وكړل۔ زده كوٶنكو سره په ملاقات كښې وزیراعظم ووئيل ځوانان د هېواد حقيقي سباٶن دے۔ ده په زده كوٶنكو ټېنګار وكړو تاسو د پرمختللي پاكستان منزل لپاره سخته خواري وكړې۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د پاكستان د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په مينه كار كوي۔ ده د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو حواله وركړه چې له مخې ئې د عام وګړي په ژوند كښې ښكاره بدلون راوستلو له مرسته ترلاسه كېږي۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل د حكومت بنيادي مقصد خپل صلاحيتونه كارول او د اولس خدمت كول٬ دوي ته د صحت او تعليم پشان آسانۍ وركول٬ كار لپاره ښه چاپېريال پېدا كول ٬ د ځان او مال تحفظ كول ٬ او ?? قانون او انصاف حكمراني باوري كول دي۔ ده ووئيل د رياست بېلا بېلې ستنې وفاق مضبوطولو لپاره په بشپړه همكارۍ كار كوي۔ ده ووئيل د برېښنا او ګاز د تعطل نه غېر وركړه٬ ښه تعليمي ادارې او د روزګار وركړې پراخه موقعې د اوسني حكومت د پام لرنې مهمې څانګې دي۔ وزیراعظم ?? زده كوٶنكو نه د ھغوي د سكولونو٬ مشغلو او د نورو هلو ځلو په اړه پوښتنې وكړې او دوي ته ئې د خپلې طالب علمۍ د زمانې خوشګواره خبرې هم وكړې۔ د زده كوٶنكو د وزيراعظم ??فتر دوره د وزيراعظم يوته پروګرام له مخې اقدام ٶه چې مقصد ئې زلمے كل د حكومت د چارو٬ ذمه واريو ٬ او وظيفې څخه خبرول وو