اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) سېنېټ انتخابي اېکټ 2017ء كښې د بدلون بل په يوه خله منظور كړے۔د د جم??ې په ورځ د سېنېت په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير زاهد حامد تحريك وړاندې كړو چې انتخابي ايكټ 2017 كښې د بدلون په اړه په بل دې د قامي اسمبلۍ څخه پھ منظور كړې شوي صورت كښې غور وكړی شي۔سېنېټ د تحريك منظوري وركړه۔د دې نه پس د قانون وزير بل شق وارۍ منظورۍ له ايوان ته وړاندې كړو۔د قانون وزير زاهد حامد ووئيل د بدلون له مخې د قادياني٬ احمدي يا لاهوري ډلې حېثيت به بحال وي٬ د بدلون بل ټولو سياسي ټولو ګوندونو حمايت كړې او ختم نبوتۖ په اړه حلف نامې په اصل شكل كښې بحال كړې شوي اردو او انګريزۍ ژبو كښې حلف نامې شامل كړی شوې۔بل په سپيځلې ډول وړاندې كړې شو په دې كښې كومه بدنيتي شامل نه ده۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري په بل پاس كولو ټولو پارلماني غ??و له مباركي وركړه۔د جم??عت اسلامي امير سناتور سراج الحق قام او غ??و له د بل په منظورۍ مباركي وركړه۔سناتور ا??تزاز احسن ووئيل په 2014 كښې مو هم وئېلي وو چې په پارلمان بريد غلط دې او څوك هم په زبردستۍ ح??وم?? د كار كولو څخه نه شي منع كولې٬مونږ ??سل??انان يو او په ختم نبوت ۖ باور لرو۔تېرو څو ورځو راهيسې په فېض آباد كښې يوه دهرنا روانه ده كوم چې غلط روايت دې٬د ح??وم??ي ډلې مشر راجه ظفرالحق ووئيل دا بل چې كوم مقصد لپاره وړاندې كړی شوې په هغې دې عملدرآمد وكړې شي٬په قانون كښې بدلون كېدې شي خو د غلط استعمال اندېښنې ترمخه قانون سازي نه كول سم نه دي۔د قانون غلط استعمالونكو په ضد هم قانوني كاروائي كېدې شي۔په دې قانون سازۍ د سېنېټ چيئرمېن او د مخالفې دلې پشمول ټولو غ??و له مباركي وركوم۔د دې څخه وروستو ايوان د بل منظوري وركړه