اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خوراك تحفظ او تحقيق قامي وزارت ته د پولټري څانګې د ب??آم??اتو ودې لپاره د ګامونو پورته كولو او د څانګې پحقله ډېوټيز په لړ كښې د مسئلو لرې كولو لپاره د اېف بي آر٬ د خوراك تحفظ او تحقيق قامي وزارت٬ د تجارت او پولټري اېسوسي اېشن نمائندګانو پشمول د كمېټۍ جوړولو امر كړے دے۔ وزيراعظم دا امر د پاكستان پولټري اېسوسي اېشن پلاوي سره خبرو كښې وكړو چا چې ?? نهې په ورځ وزيراعظم دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔ د خوراك تحفظ لپاره وفاقي وزير سکندر حیات بوسن هم په دې موقع موجود ٶ۔ پلاوي كښې د اېسوسي اېشن چيئرمېن ډاکټر محمد اسلم، ډاکټر محمد صادق، میا جان محمد جاوېد، خالد سلیم، ډاکټر اشرف حنیف چوهدري او محمد عرفان مېکن شامل وو۔ د ملاقات په مهال د قامي خوراك تحفظ او تحق??ق وفاقې سېكتر او سيئنر چارواكي ??م موجود وو۔ پلاوي وزيراعظم معیشت كښې د پولټري څانګې كردار٬ اسلامي نړۍ او مېنځني ختيز ته د ب??آم??ي صلاحيت په اړه ووئېل ۔ پلاوي د څانګې صلاحيت له مخې پرمختګ او غېر ملكي زرمبادله ګټ??و لپاره پولټري صنعت ته پېښې ځينې مسئلې هم په ګوته كړې۔ وزیراعظم د قامي خوراك تحفظ او تحق??ق وزارت وفاقي سېكتر ته د پولټري اېسوسي اېشن لخوا د وړاندې كړې شوو تجويزونو جاج اخستو او د څانګې د ب??آم??اتو ودې لپاره د ګامونو پورته كولو امر وكړو۔ وزیراعظم دا هم امر وكړو چې د دې څانګې پحقله ډېوټيز په لړ كښې د مسئلو لرې كولو لپاره د اېف بي آر٬ د خوراك تحفظ او تحقيق قامي وزارت٬ د تجارت او پولټري اېسوسي اېشن نمائندګانو پشمول كمېټۍ جوړه كړئ۔