اسلام آباد 01 جنوری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سر دار ایاز صادق هيله څرګنده كړې چې د كال 2018م لمر د پاکستان پرمختګ، د وګړو سوكالۍ او د جمهوریت استحکام سره ښكاره شي، 2018 ??ه د دې خبرې ګواه وي چې مونږ د تاریخ يو ښه باب پرانستلو او د اوسني دور په چیلنجونو قابو موندلو له د نوې عزم سره يو ن??ې مزل پيل كړو۔ د نوې كال په پيل كېدو د قام په نامه د مباركۍ په خپل پیغام كښې سپیکر د ټولنې ټولو پسماندہ طبقو پرمختګ له د حکومت د عزم پخلې كولو سره ووئيل پاکستان كښې ترهه ګري په ختميدو ده او كال 2018م ??ه د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ ??پاره ښه كال ثابت شي۔ ده د هېواد دفاع ،امنيت او سلامتیا لپاره د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو خدماتو او قربانیو ته پيرزوينې وړاندې كړې۔ ده ووئيل ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذونكو ادارو او د شهيدانو كورنيو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د پاکستان د موجوده چيلنجونو په اړه سردار ایاز صادق ووئيل پاکستانې قام به مستقل مزاجۍ سره پیش قدمی کولو سره په دې ټول چیلنجونو قابو ومومي۔ ده په ټولو وطنوالو زور راوړو چې خپلو كښې اختلافات لرې كولو سره د بابائے قام د ایمان ،اتحاد او تنظیم په اصولو يو موټې شي۔ سپیکر هيله څرګنده كړه چې د پاکستان ځوانان به خپله پوهه او صلا حیتونه كارولو سره هېواد د پرمختګ او سوكالۍ ??لو روان كړي۔ د پاکستان د سيمه ايزو مقصدونو ذکر كولو سره سپیکر ووئيل پاکستان د يو امناكه سوئيلي اسياﺀ لپاره لوظي دې او سيمه كښې ??ه د امن او سوكالۍ ??پاره د نورو هېوادونو سره خپله مرسته روانه ساتي، د پاکستان اولس له د نوې كال مبارکي وركولو سره سر دار ایاز صادق نوې كال كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ??ه د خپل خواهش څرګندونه وكړه۔ دوهم سپیکر مرتضی جاوید عباسی د نوې كال په پيل كېدو قام له مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې نوې كال ??ه د ټول قام او نړۍ لپاره خوشحالۍ او د غمونو څخه د نجات پیغام راوړي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې 2018 ??ه د نړۍ لپاره د امن، همغږۍ او استحکام کال ثابت شي۔